
د شرکت خبرونه
د ساختماني همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو
AP ۱۴۰۵-۰۳-۱۹
زموږ د پراختیایي پروژو په لړ کې،
شمس مدثر ساختماني او لوجستیکي شرکت د خپلو پروژو د لا ښه پليتابه په موخه، دا ځل د ارسلان حامد ساختماني موادو له تولیدي شرکت سره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې، یاد شرکت به د پروژو لپاره ټول اړین او باکیفیته توکي تولید او چمتو کړي.
دا ګام د چارو د ګړندي کولو، د کیفیت لوړولو او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره مهم ګڼل کېږي.