په افغانستان کې د ایټالیا سفارت لپاره لوژستیکي خدمتونه
شمس مدثر ساختماني او لوجستیکي شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې بېلابېلو سفارتونو، ډیپلوماټیکو استازولیو او نړیوالو ادارو ته مسلکي او باوري لوجستیکي خدمات وړاندې کوي. په همدې لړ کې، دغه شرکت له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ایټالیا سفارت لپاره هم د سفارت د اړتیاوو مطابق لوجستیکي خدمات وړاندې کوي، چې تر اوسه دوام لري. د دغو خدماتو په لړ کې د ترانسپورټ برابرول او مدیریت، تدارکات او اکمالات، د ودانیو ساتنه او مراقبت، د پاکوالي خدمات، د مراسمو او پروګرامونو لوجستیک، د محمولاتو او توکو انتقال او نور اړوند لوجستیکي خدمات شامل دي. یاد خدمات د سفارت د اړتیاوو د پوره کولو په موخه په منظم، پر وخت او باوري ډول وړاندې کېږي، چې په دې برخه کې مسلکي معیارونو، د کار کیفیت او ژمنتیا ته ځانګړې پاملرنه کېږي. شمس مدثر د یوه باوري افغاني شرکت په توګه ژمن دی، چې د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رعایت سره خپلو لوجستیکي او مسلکي خدماتو ته دوام ورکړي او د خپلو مراجعینو لپاره اغېزناک، منظم او معیاري خدمات وړاندې کړي.
پیرودونکی
Embassy of Italy
ځای
Kabul Province
د ټیم اندازه
40
پیل نیټه
AP ۱۳۹۹ سلواغه ۱۳
بشپړیدو نیټه
AP ۱۴۰۵ مرغومی ۱۰