
ساختمان • بشپړه شوې
پنجشېر کې د اوبو لګولو کانال د جوړولو پروژه بشپړه شوه
په پنجشېر ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو پروژه بشپړه شوه. د یادې پروژې چارې د شمس مدثر ساختماني او لوجستیکي شرکت له لوري ترسره شوې دي. په دې پروژه کې د کانال مسیر کېندنه، د کانال بستر، د غاړو کانکریټي پوښل، د اوبو جریان تنظیم او کنټرول لپاره د اړینو تخنیکي جوړښتونو جوړول شامل دي. د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې کرنیزو ځمکو ته د اوبو د منظم رسولو زمینه لا ښه شي او د اوبو د مدیریت په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي. تمه ده، چې دغه کانال د کروندګرو لپاره د اوبو د لاسرسي په ښه کولو او د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.
پرمختګ100%
پیرودونکی
Ministry of Water and Energy
ځای
Panjshir Province
د ټیم اندازه
60
پیل نیټه
AP ۱۴۰۰ مرغومی ۲۵
بشپړیدو نیټه
AP ۱۴۰۰ کب ۲۴